د پاکستان د اهل حرم غورځنګ د ځوانانو د برخې مشر کاشف ګلزاري ایکنانیوزسره په خبرو کې د نړۍ دمسلمانانو ترمینځ وحدت ته د رسیدا په باب دعملي ګامونو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې د خپلو هیوادونو د پراختیا لپاره ددرستو مسلمانانو پر هڅې په ټينګار ره ووئيل،درست مسلمانان باید د پراختیا او ودې لپاره هڅه وکړی او له نورو مسلمانانو سره د اتحاد په لاره کې ګام پورته کړي،ځکه د مذهبونو د نزدیکت او وحدت پرته به پر نورو موضوعګانو سربیره ، په مسلمانانو کې وحدت او یووالي نه شتون او د درز په دلیل د اسلامی باؤرونو او ددین پراختیا په څير مسئلې څنډې ته شي.
ګلزاری ووئيل، فکر کوم ،هغه مهمه موضوع چې په دې مینځومیان کې له ډير اهمیّته برخمنه ده ، دیوه بل درک کول دي .باید د یوه بل له تفکراتو پوهه ولرل شی او دیوه بل د نظرونو احترام وشي اودوی ورباندې پوهه شو ، په نهایت کې له دې لارې د پخپلو کې (مسلمانانو کې ) دوحدت د تحقق لپاره ګامونه پورته کولی شو.
د پاکستان د اهل حرم غورځنګ دځوانانو د څانګې مشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت په لاره کې ترټولو لوي خنډ او چیلنج څه شی دی ،؟ ووئيل، د مسلمانانو ترمینځ وحدت ته د رسیدا په لاره کې اوسنی ترټولو لوي خنډ او چیلنج له یوه بل څخه د مسلمانانوویره او وحشت او همدااز د یوبل له افکارو او عقایدو لیریکیدا ده . په حقیقت کې هغه تکفیری تفکر چې په ځینو مسلمانانو کې موجود دی او یوازې خپل ځان د اسلام له دین سره سم ګڼي ،لامل شوی دی چې په مسلمانانو کې وحدت او یووالی له مشکل سره مخ شی . باید له مسلمانه د مسلمان دغه ویره او وحشت له مینځه لاړ شي.
https://iqna.ir/fa/news/4173067